کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د OCHA موسسې له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۶۸۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرنغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د چپې درې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۹مه ۱۲۰۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۹۰ امريکايي ډالره، ۵۰ کيلو اصلاح شوی تخم، ۱۰۰ کيلو سپينه سره او ۴۸۰ نورو بېځايه شوو کورنيو هرې کورنۍ ۱۹۰ امريکايي ډالره نغدې او ديوې مياشتې لپاره دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.