کابل کې له ۲زره بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰۰ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلا بېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۷مه هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.