نږدې ۶۰۰ بندي افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

په روانه اونۍ کې ۵۶۱ تنه افغان کډوال، چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۴۸۱ تنه د تورخم او ۸۰ تنه د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ او فردي وګړي شامل او په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي وو، چې تر ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.