د کډوالۍ عالي کمېسيون په اړه

۱۳۹۷د غويي ۱۵ مه يکشنبه

سريزه

کډوالي يوه مهمه نړيواله پديده ده، چې په افغانستان کې له لوړ اهميته برخمنه ده، ځکه دغه هېواد په تېرو درې لسيزو کې له دولس ميلونه څخه زيات کډوال او پناه غوښتونکي لرل، چې د کډوالۍ په تاريخ کې يې ساری کمم دی. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې ۵،۸ ميلونه پناه غوښتونکې هېواد ته راستانه شوي او ۶،۴ ميلونه کسان اوس هم په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو په همدې اساس افغان دولت ځان مسئول ګڼي، چې کډوالي په هېواد کې يوه مهمه ملي موضوع وګڼي او هوډ لري، چې په ټول توان سره د هغې په مديريت کې عملي ګامونه واخلي.

په همدې برخه کې د کډوالو چارو وزارت په هېواد کې د کډوالۍ عالي کمېسيون د طرحې په وړانديز سره د ملي او نړيوالۍ همکارۍ، د کډوالۍ، راستنېدنې ، د دوامداره نوې ځای پر ځای کېدنې د غوره مديريت او کډوالو، راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د حقوقي او ټولنيزو خدمتونو وړاندې کولو غوښتونکی دی، دغو موخو ته د رسېدنې لپاره د کډوالۍ عالي کمېسيون رامنځ ته شوی.جوړښت، صلاحيتونه او د دندې لايحه يې په کړنلاره کې ځانګړې شوې ده.

د کمېسيون  پېژندنه

د افغانستان ولسمشر ته د کډوالو چارو وزير د وړانديز اود ۱۳۹۳/۱۲/۵ تاريخ (۵۶۶) شمېرې ، ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ تاريخ (۵۵) شمېرې، ۱۳۹۳/۱۲/۱۹ تاريخ (۵۷) شمېرې او ۱۳۹۴/۱/۱۲ تاريخ (۳ او ۴) شمېرې وړانديزونو پر اساس ، ۱۳۹۴/۱/۲۶ تاريخ د کابينې په غوډه کې د کډوالۍ عالي کمېسيون د رامنځ ته کېدو له غوښتنې وروسته ۱۳۹۴/۱/۲۶ تاريخ (۳) شمېره (۸) بند کابينې د کډوالۍ عالي کمېسيون تصويب کړ.

۱- موخې

د کډوالۍ عالي کميسيون موخه په خپله خوښه دوامداره او باعزته راستنېدنې، د پناه غوښتونکو،کډوالو او بېځايه شوو د دوامداره نوې ځای پرځای کېدنې په هېواد کې د شته ظرفيتونو سره برابر د کډوالۍ مديريت، کډوالو او راستنېدنکو ته د حقوقي او ټولنيزو خدمتونو رامنځ ته کولو او دملي او نړيوالو همکاريو جلب په ځانګړې توګه د کوربه هېوادونو په برخه کې دلوی ملي سياسي پالېسۍ او همغږۍ جوړول دي.

۲- دکډوالۍ عالي کمېسيون

د کډوالۍ عالي کمېسيون د ولسمشر  ترمشرۍ لاندې او دلاندې کسانو په غړيتوب  يو دولتي عالي بنسټ دی.

۱- دملي وحدت حکومت د اجرايه شورا رئيس.

۲- د ولسمشر دوهم مرستيال.

۳- دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير.

۴- دکرنې او مالدارۍ وزير.

۵- دکورنيو چارو وزير.

۶- دبهرنيو چارو وزير.

۷- د کليو پراختيا وزير.

۸- د لوړو زده کړو وزير.

۹- دپوهنې وزير.

۱۰- د عامې روغتيا وزير.

۱۱- د اوبو او انرژۍ وزير.

۱۲- دښارجوړونې وزير.

۱۳- دکار او ټولنيزو چارو وزير.

۱۴- د ښځو چارو وزيره.

۱۵- د حج او اوقاف وزير.

۱۶- دماليې وزير.

۱۷- د سرحدونو او قبايلو چارو وزير.

۱۸- دافغان سرې مياشتې عمومي رئيس.

۱۹- د ملي امنيت عمومي رئيس.

۲۰ دځمکو د اصلاح ادارې رئيس.

۲۱- د سيمه اييزو ارګانونو رئيس.

۲۲- د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رئيس.

۲۳- دمرکزي شمېرنې ادارې رئيس.

۲۴- دملي راډيو تلويزيون  رئيس.

د کډوالۍ عالي کميسيون سکر تريت دکډوالو چارو وزارت په غاړه دی.

۲-۲- د کمېسيون دندې

د کډوالۍ عالي کمېسيون لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

۱-  د کډوالو او بېځايه شوو د غوره مديريت په موخه په ملي او نړيواله کچه د يوې ارادې او نظر رامنځ ته کول.

۲- د کډوالو او بېځايه شوو د اوږد مهالې، منځمهالې او لنډ مهالې پالېسۍ تصويب.

۳- د پناه غوښتونکو او راستنېدونکو په برخه کې د دوه يا څو اړخيزه هوکړه ليکونو په تړاو پرېکړه کول.

۴- د راستنېدونکو د راستنېدنې او دايمي هستوګنې د هر اړخيزه پلان او پالېسۍ تصويب او د هغوی لپاره د کارموندنې زمينې برابرول.

۵- د راستنېدونکو د اساسي ستونزو په اړه پرېکړه کول.

۶- د حل لارو د ستراتېژۍ د پلي کولو د زمينې برابرول.

۷- د کډوالو د راستنېدنې له پروسې څخه د مالي ملاتړ صندق رامنځ ته کول.

۸- په بېلا بېلو برخو کې د متخصصينو په وسيله د هېواد د ضرورتونو د پوره کولو په موخه  راستنېدنې ته د افغان متخصصو کډوالو د هڅونې پالېسۍ برابرولو په اړه تصميم نيونه.

۹- په هره غوڼده کې د کډوالۍ عالي کمېسيون د غړيو ادارو او وزارتونو د فعاليتونو څارنه.