بلخ کې اجباري راستنېدونکو سره د مرستو د چمتوالي په موخه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د لړم په ۱۳مه د اجباري راستنېدونکو سره د مرستو په پار د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکاريو په موخه د بلخ ولايت د مرستيال والي په مشرۍ د يوې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړ.
د ناستې موخه د امير المومنين له لارښوونې سره سم د يوې کمېټې جوړول دي او دا کمېټه د دولتي ادارو له چارواکو جوړه او مکلفه ده، چې د شته امکاناتو سربېره د عامه ناستو له لارې راستنېدونکو له پاره مرستې راټولې او هغوی ته يې ووېشي.
د بلخ مرستيال والي مولوي نور الهادي ابو ادريس  وويل: ټولې ادارې بايد خپلو امکاناتو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې د خدماتو په وړاندې کولو لکه د سرپناه برابرولو، روغتيايي خدماتو، امنيتي، د لېږد رالېږد په موخه نقليه وسايط، نومليکنې او د راستنېدونکو له پاره د موقتي کمپ د جوړېدو له پاره چمتوالی ونيسي.
په دې ناسته کې د مهاجرينو چارو رئيس په مشرۍ د اجباري راستنېدونکو له پاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه او د هغوی دندې او مسؤليتونه هم وټاکل شول.