بلخ کې ۲۶ کورنيو ته د صابون جوړولو وسايل ورکړل شول

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۲۶ کورنيو ته د صابون جوړولو د وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې په ياده برخه کې ور ته فني زده کړې ورکړل شوې وې د ۲۱ زره او ۴۰۰ افغانيو په ارزښت ۲۲ قلمه د صابون جوړولو وسايل د پکو مؤسسې له لوري د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ورکړل شول.