یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۸:۳۸
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د مرکزي رییسانو، آمرانو او مدیرانو لپاره د پلان ورکونې او پلان ترتیب یو ورځنی ورکشاپ د مهاجرینو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د پلان د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: پلان په یوه اداره کې د یوې اړینې موضوع لپاره جوړېږي او له مخې یې کارونه مخ ته وړل کېږي.
د کایناتو نظام او د پېغمبرانو ټولې چارې د يو پلان له مخې رامنځته شوې دي او تر وروستۍ ورځې پورې به دوام لري.
هغه د پلان شتون د اسلام له نظره مهم او ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه: که پلان سم وي، موږ به بریالي شو او مطلوبه نتیجه به ترلاسه کړو.
ورپسې د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د پلان ریاست ستراتیژیکې موخې تشریح کړې او زیاته یې کړه: د دغه ریاست په تعاملاتو او فعالیتونو کې ټول کارکوونکي شریک دي او دا ټولې چارې شریکې دي او له یو کس پورې تړلې نه دي.
هغه زیاته کړه، د پلان ریاست هڅه کوي، چې پلان ګام په ګام پلی کړي، چې دایمي او باثباته خدمتونه وړاندې کړي.
بیا د پلان آمر حکمت الله رحیمي د پلان د فارمټ او تشریح په برخه کې پریزنټیشن ورکړ. کلنی پلان یې تشریح کړ او ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اړوند له غصب څخه د راګرځول شویو ښارګوټو په اړه ناسته د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ وشوه

په دې ناسته کې چې د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او څو تنو مرکزي رییسانو برخه درلوده، د اسلامي امارت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۵۹
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د کنسرن جهاني موسسې سره د ۱۶۵ زره ۱۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په تخار ولایت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌ العابدین عابد سره وکتل.

 په دې ناسته کې چې په نورستان کې د راستنو شویو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي زین العابدین عابد د کډوالو چارو له محترم وزیر څخه د نورستان د کډوالو او راستنو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې. . .

بېرته خبرونه ته