د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۷
_

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې چارو ته ښه زمینه چمتو شوې ده او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه یې د رغنېزو پروژو د پیل وړاندېز وکړ.
 دغو مجاهدنیو او علماو له اسلامي امارت څخه د تاله-برفک د سړک د بیارغونې غوښتنه وکړه او په وینا یې چې د یادې لارې په رغولو سره به د ګڼو سیمو د راتګ راتګ په برخه کې ستونزې هوارې شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او د جهاد پر مهال یې د هغوی د قربانیو او هلوځلو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د ولس د غوښتنو اورېدل د اسلامي امارت مسوولیت دی او هڅې کیږي چې د خلکو وړاندېزونو ته پر وخت رسیدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام ډېر تمرکز پر رغونه دی او د ولس ټولو غوښتنو ته به پام وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له حقوق بشر و محو خشونت موسسې سره د ۱۹۹ زره او ۴۱۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاده موسسه به د هوکړې له مخې، دغه پیسې په کابل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کډوالو چارو وزیر د بغلان د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او د پکتیکا ولایت د زېړوک له ولسوال سره ولیدل.
په دې ناسته کې د بورکې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۱ - ۲۱:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت د جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه

محترم مولوي عبدالکبیر پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادې مدرسې د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال په هېواد کې پراخ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله او د اسلامي. . .

بېرته خبرونه ته