د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د نیمروز مرستیال والي سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۲۷
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د نیمروز ولایت له مرستیال والي سید سلیمان اغا سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خېل ستانکزی د نیمروز ولايت د مهاجرينو چارو رييس حاجي عبدالله ریاض او د وزارت د تخنيکي ټيم غړي هم مل وو، چې د مهاجرينو د ستونزو د حل او په دغه ولایت کې د داخلي بېځایه شویو په اړه خبرې پکې وشوې.
په دې کتنه کې د نیمروز مرستیال والي ښاغلي راشد ته د راستنېدونکو او بېځایه شویو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۴۰
Background image

له قومي مخورو سره د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزېر لیدنه

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د لوګر او ننګرهار ولایتونو له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
راغلو قومي مخورو او مشرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مرستیال سره د مهاجرینو چارو د وزېر لیدنه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال ښاغلي رؤف مازو او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۴۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همغږۍ ناسته وشوه

یاده غونډه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه وزارت مرستیالانو، رئیسانو او مستقلو امرینو په کې ګډون درلود.
په ناسته کې د. . .

بېرته خبرونه ته