بغلان کې د يوښوونځي د ترميم د اړتياوو ارزونې سروې ترسره شوه

sadam_morr
-

په ناسته کې چې د سلواغې په ( ۱۱) مه د (UNHCR ) دفتر د استازو او د سيمې مشرانو په ګډون د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کې ترسره شوه،پکې  په دغه ولايت کې د يوښوونځي د ترميم د اړتياوو ارزونې  د سروې په اړه خبرې وشوې.

ياد ښوونځی د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ګجر آباد په کلي کې موقعيت لري، چې د (۳) زره کسانو په ګډون (۵۰۰) کورنۍ تر پوښښ لاندې روالي.دغه ښوونځي ودانۍ نه لرله او (۶۰۰)  تنه ښځينه او نارينه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

په پام کې ده، چې د (UNHCR) دفتر  په کليو کې د جوماتونو لپاره پېنځه څاه ګانې وباسي، د ښوونځي لپاره يوه ودانۍ جوړه کړي، چې دولس درسي خوني به ولري او ټولوزده کوونکو ته ميزونه، چوکۍ، قلمونه، کتابونه او کتابچې  چمتو کړي.