د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د تخار ولایت سیلاب ځپلیو کورنیو سره د غمشریکۍ په پار یاد ولایت ته سفر وکړ.

sadam_morr
Sun, May 26 2024 1:52 PM
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی د لارښوني پر اساس د بیا ځلې میشتېدنیې ریېس مولوي شکر الله شاکر په مشري یو پلاوي د غبرګولې د میاشتې په ۲۴مه تخار ولایت ته سفر کړی څو هلته د سیلاب ځپلو کورنیو سره غمشریکې وکړی او هغوي ته د وزارت پیغام ورسوی.

پلاوي د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رئېس شیر احمد انوری سره تر لیدنې وروسته، د د دایمې میشتېدنې په اړه د ذیربط اداراتو سره پر ګډه د یوي مشترکی کمیټې په رامنځ ته کولو بحث وکړ.

وروسته پلاوی د یاد ریاست له کارکوونکو سره وکتل د هغوي ستونزی او مشکلات یې واوریدل او د قرآني آیتونو په رڼا کې یې په ادارې او ورځنیو چارو کې هغوی ته د صداقت او امانت دارۍ په اړه سپارښتنې او لازمې لارښوونې وکړی.

یاد پلاوی د بهارک ښار څخه لیدنه وکړه او د مهاجرینو ریاست سره په همغږۍ یې د تخار له والی مولانا عبیدالله امین زاده سره وکتل او د سرپرست وزیر له لورې یې د خواخوږۍ پیغام هغه ته ورساوه او تر څنګ یې د یاد ښار د اوبو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د تخار والی دغه ولایت ته د پلاوی د سفر ستاینه وکړه او د بیرته راستنیدونکو او بې ځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او د دوي د همیشنۍ میشتېندنې لپاره یې د اړوندو ریاستونو په ګډون د یوې مشترکې کمیټې په جوړولو خبرې وکړې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS