د مهاجرینو چارو وزیر د تورخم له فرضي کرښې او عمري میشت غالي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د تورخم له فرضي کرښې او عمري میشت غالي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني راستنېدونکو مهاجرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدې، د حل ډاډ یې ورکړ او له یو شمېر راستنېدونکو کډوالو سره یې نغدي مرستې وکړې
نوموړي په تورخم کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره، د تثبیت، لنډمهالې میشتېدنې، صحت، خدماتو، کارموندنې او نورو کاري کمېټو د کارونو ارزونه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې