غورکې بېځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي موادو مرستې شوي sadam_morr https://www.morr.gov.af/en/node/3130 د انصاري موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې شوي. يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د شهرک، چهارسدې، تولک، پسابند، دولت يار ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته را کډه شوې وې د مرغومي په ۲۳مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، دپخلنځي سامان الات او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.