په مهاجرینو وزارت کې له ۲ میلیونه زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۱:۲۵
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او ودان افغانستان موسسې تر منځ د ۲ میلیونه ۲۵۸ زره ۵۵۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به دغه موسسه یادې پیسې په د مدني اسنادو په اړه د حقوقي مشورې ورکولو، د ماشومانو په ساتنه او ۲۳۹۹۸۴ نغدي مرستې به له بې ځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره په کابل، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، نیمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، لوګر، پنجشیر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې په مصرف رسوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته