د ځدراڼو، غوټان خېل قوم مشرانو د مهاجرینو چارو له وزیر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۹:۴۱
-
د حاجي عبدالواحد په مشرۍ د ځدراڼو، غوټان خېل قوم سپین ږیري او مشران، چې له مختلفو ولایتونو څخه وو، د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل
راغلو مشرانو له ښاغلي حقاني مننه وکړه، چې له ډیرو بوختیاو سره یې دوی ته وخت ورکړ او هېواد کې د اسلامي نظام په حاکمیت او بشپړ امنیت یې خوښي څرګنده کړه
دوی د خپلو قومي ستونزو ترڅنګ ددغه قوم د راستنو شوو مهاجرینو د تعلیم، سرپناه او کاري فرصتونو ستونزې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه
د مهاجرینو چارو وزیر دوی ته د ستونزو د حل په برخه کې د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، مونږ ته ملت او ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او ددې په مقابل کې د نړیوالو فرمایشونه نه منو
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ملت په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او پخوانۍ قومي، سمتي او ژبنۍ تفرقې یې د دښمنو کړیو د لاسوهنو پایله وبلله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته