د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۸ - ۷:۴۳
=
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د وزارت د یو شمېر رئیسانو په ملتیا د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل
ښاغلي حقاني ددغه ریاست له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، همغږۍ، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ
د بلخ ریاست سرپرست مولوي خیر محمد احمدي ښاغلي حقاني ته د ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ
په پای کې د ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته