سرپل کې له سلګونو کورنیو سره د نغدي مرستې لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-

 په سرپل ولایت کې د غویي نهمه له ۵۸۶ جبري راستنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.

 د اسلامي امارت د رهبرۍ پلاوي د پریکړې په اساس دغه مرسته د هغو کورنیو لپاره چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو راستنې شوې وې، پیل شوه او د ولایت مقام په همغږۍ د یادې کمیټې له لوري هرې کورنۍ ته دوه دوه زره افغانۍ وویشل شوې.

 د يادونې وړ ده، چې دغه مرسته پر هغو کورنيو، چې د غړو شمېر يې له پنځو تنو څخه کم وي، دوه زره افغانۍ او له پنځو څخه زياتو کسانو ته زر زر افغانۍ وېشل کېږي.