کاپيسا کې له سلو زياتو کورنيو سره مرسته وشوه
په کاپيسا ولايت کې د وري ۲۹مه نېټه له ١٨٩ جبري راستنو شویو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
دغهکورنۍ چې وړاندې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري اړمنې پيژندل شوې وې د اسلامي امارت لخوا د هرې کورنۍ ټولو غړو ته دوه دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې دغه مرسته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون د دویمې مصوبې له پریکړې سره سم د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې څخه د کاپیسا ولایت د مستوفیت له خوا د مرستیال والي، د استخباراتو استازي او د مهاجرینو چارو د آمر په په شتون کې ووېشل شوه.