ننګرهار کې د اقتصادي او انکشافي پرمختیا ناسته وشوه

sadam_morr
 -

د اقتصادي او انکشافي پرمختیا ناسته د وري پر ۱۵مه د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ د اړوندو دولتي او خصوصي ادارو د استازو په شتون کې وشوه.

په دې لیدنه کې د امنیت، اقتصادي او انکشافي پرمختیا، بشري مرستو، د کورنیو د راستنېدو لپاره پر چمتووالي او نورو بېلابېلو برخو په اړه خبرې وشوې.

د والي مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنيو د د دويمې څپې د مديريت او لاسنیوي په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه.

نوموړي د وروستیو اورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه هم معلومات شریک کړل او پېښو ته د رسېدنې او د بېړنیو مرستو لپاره یې وړاندیزونه وکړل.

مرستيال والي په يو شمېر ولسواليو کې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو، د بارانونو له امله د زيانمن شويو پروژو او ځايونو د بيارغونې غوښتنه هم وکړه او مرستندويه ادارو ته يې په هر ډول قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن د راستنیدونکو مهاجرینو د شمېر په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې اویا سلنه مهاجرین پاتې دي او د جبري راستنېدونکو کورنیو د دویمې څپې د مدیریت په برخه کې د همکارۍ غوښتنونکی شو.

د همکارو بنسټونو استازو هم خپل نظریات وړاندې کړل او د خپلې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.