تر سلو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

 

۱۴۸ تنه افغان مهاجرین  د وري ۱۴مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۸تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.