د وزارت مسلکي مرستیال د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رییس سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۵:۱۶
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د پخوانيو پروژو په برخه کې د وزارت او دغه کمیسیون ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

د وزارت مسلکي مرستیال په همکارۍ، د تعهداتو په پوره کولو، د دواړو لورو تر منځ د باور په لا زیاتولو، د ستونزو په حل او له دغه کمیسیون څخه د خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي زولو له دغه کمېسیون سره د دغه وزارت د همکارۍ او همغږۍ ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې هم له خپلو همکارانو سره په بېلابېلو برخو کې د دغې ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته