د وزارت مالي او اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له مرستیال سره ولیدل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۳:۴۰
-

د مهاجرینو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت ښاغلي مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له مرستیال محمد زاید خاطر سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د یاد بنسټ پر راتلونکو پلانونو بحث وشو.
ښاغلي خاطر وویل: زموږ پلان له بشري اړتیا سره سم برابر شوی، هیله لرم چې راتلونکی کال وکولای شو، چې زیربنایي او اقتصادي پروژې عملي کړو.
ستونزو ته د رسیدنې له‌پاره مو لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه په نظر کې نیولي دي.
د اسلامي امارت او مهاجرینو چارو وزارت د هغو هڅو قدرداني کوو چې  په هرات کې یې له زلزله‌ځپلو سره د مرستو په موخه ترسره کړې دي.
د وزارت مالي او اداري مرستیال د یاد بنسټ د راتلونکو پلانونو ستاینه وکړه او ویې ویل: ستونزې به راتلونکی کال ډېرې وي، د تېر په څېر بیا هم د یو بل همکارۍ او لاسینوي ته اړتیا ده او بنسټي مسایل په نظر کې لرو.
ښاغلي خروټي زیاته کړه؛ افغانستان په تېرو څلورو لسیزوکې ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ شوی، زیربناوو ته اساسي پاملرنه پکار ده.
ملیونونه مهاجر او بې‌ځایه شوي لرو، لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا ده چې باید پاملرنه ورته وشي.
په دې برخه کې مهاجرینو ته لومړیتوب لازمي دی. د ستونزو د حل او اسانتیاوو د رامنځته کولو له‌پاره ستاسو پاملرنې او همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي.
د وزارت مسلکي مرستیال هم په دې لیدنه کې ګډون درلود؛ هغه وویل: په تېرو دوو میاشتو کې سلګونه زره افغانان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي دي، چې سرپناه، تعلیم او پوهنې، روغتیايي خدمتونو او ځای پر ځای کېدو ته اړتیا لري.
د وزارت مالي او اداري مرستیال د دې ناستې موخه د دواړو اړخونو ترمنځ د خدمتونو په برخه کې د لا نورو همکاريو ترلاسه کول وښوده او د دواړو خواوو پر تلپاتې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
په یاده لیدنه کې د دفتر، راستنېدنې، د داخلي بې ځایه شوو وضعیت ته د رسېدنې او راستنېدنې ته د هڅونې رئیسانو هم ګډون درلود.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته