د مهاجرينو چارو وزارت او دوه موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۴:۱۴
ـ

د  مهاجرينو چارو  وزارت، (EPEK)  او (DRC) موسسي ترمنځ د  څه باندې (۴) ميليونو (۸۴۰) زرو امريکايي ډالرو په ارزښت  پېنځه هوکړه ليکونو د چنګاښ  په (٣) مهۍ لاسليک شول.
د  (DRC ) موسسې سره د لاسليک شوي هوکړه ليک  مالي لګښت (٤) ميلونه، (۶۸۷) زره او (۸۰۳) امريکايي ډالره دی، چي له مخي به يې (۴۱۴) زره او (۷۴) تنو سره په کابل،غزني، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پکتيکا، قندهار، زابل، هلمند، نيمروز، هرات، فراه،بادغيس،ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کي د نغدي مرستو، عامه پوهاوي او رواني خدماتو د درمنلي  په برخه کې مرستې کوي.
همدارنګه د (۱۵۳) زره او (۶۳) امريکايي ډالرو په ارزښت د EPEK) موسسې سره د همکاريو (۴) هوکړه ليکونه لاسليک شول او ياده موسسه به ( ۱۰۰) کوررنيو ته د کابل ولايت اړوند د يو کال لپاره هره مياشت(۸) قلمه خوراکي توکي وېشي، (۳۸۰) تنو ته به د کمپيوټر، انګليسي ژبې، حسابدارۍ او ( ۸۰) تنو ته د انګليسي، دري، پښتو، رياضي مضامينو، ښوونې او روزنې او د ژوند د مهارتونو  په اړه کورسونه پر  لاره اچوي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د پلان او پاليسۍ سرپرست  مرستيال مولوي محمود الحق احدي  او يادو موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته