د مهاجرينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې نوی رئيس  معرفي شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۲:۴۸
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خرټي  له لورې د څارنې او ارزونې نوی رئيس مولوي مطيع الله د دغه رياست  کوونکو ته ور وپېژندل شو.
مالي او اداري مرستيال د څارنې او ارزونې د نوي رئيس د پېژندنې پرمهال وويل، د چارواکو او کار کوونکو بدلول عادي خبره ده او تر ډېره د ښه والي او موثريت په خاطر تر سره کېږي.
هغه زياته کړه، د څارنې او ارزونې نوی رئيس نه يوازې دا چې يوه لوستی  شخص دی بلکې  د زده کړو ترڅنګ په سياسي او اداري چارو کې  يو  هوښيار او په  کار پوهه شخصيت دی او هيله مو ترې دا ده، چې د خپلې وړتيا او د همکارانو له تجربو څخه په استفادې  سره به  د خلکو لپاره د اغېزناکو او ګتور خدمات د ترسره کېدو  لامل وګرځي.
محترم مولوي مطيع الله د افغانستان اسلامي امارت  د چارواکو د باور څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ،چې  د وزارت د چارواکو په لار ښوونه او د کار کوونکو په همکارۍ به ور سپارل شوې چارې په ښه شان ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته