د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو په هېواد کې د نيالګيو په اېښودلو او شنه کولو ټينګار وکړ

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۲۳
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني، مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت په انګړ کې د نيالګيو د اېښودولو په مراسمو کې شتون درلود او د نيالګيو په اېښودلو او شنه کولو يې ټينګا روکړ.
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستيال  په خپل پېغام کې وويل، په تېرو څلور لسيزو کې جګړو او نا امنيو د ودانيو د ويجاړېدو ترڅنګ په کرنې، ځنګلونو او د هېواد په سمسورتيا هم منفي اغېز کړی؛ چې اوس هر افغان مسؤليت لري، چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي او د عام المنفعه تاسيساتو ترڅنګ  د کرنې، نيالګيو اېښودلو او سمسورتيا په برخه کې هڅې وکړي.
د مهاجرينو چارو وزير چهارشنبه د کب په ( ۱۷) مه په دې مراسموکې چې د نوي  (۱۴۰۲) کال او پسرلي د رارسېدو په مناسبت په ټولو ادارو کې  پلي کېږي ټينګار وکړ، چې د هېواد د لا سمسورتيا په خاطر بايد د وزارت په بېلابېلو ساحو، ولايتي رياستونو او امريتونو او د مهاجرينو په ښارګوټو کې نيالګي کېنول شي او د وزارت مسؤلين يې بايد په جدي توګه ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته