راشد: په تېر یوه کال کې څه د پاسه یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او نږدې دوه میلیونه په داخل د هېواد کې ځای پرځای شوي

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۳۶
---

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالرحمان راشد ولایتي رئیسانو ته د روزنیز ورکشاپ په پیل غونډه کې وویل، د ا. ا. له راتګ سره په هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی، چې له امله یې څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او نږدې دوه میلیونه په داخل د هېواد کې ځای پرځای شوي

ښاغلي راشد د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ وغوښتل، چې په کوربه هېوادونو کې د افغان مهاجرینو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي

نوموړي په کوربه هېوادونو هم غږ وکړ، چې افغانانو ته دې د نړیوالو اصولو مطابق د هغوی حقوق ورکړي

ښاغلي راشد زیاته کړه، افغانان دې په کوربه هېوادونو کې د قانون مطابق ژوند وکړي او په هیڅ سیاسي او غیر سیاسي تظاهراتو کې دې برخه نه اخلي

نور عکسونه ...

--

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته