د مهاجرينو وزارت د هوکړه ليکونو کمېټې د کړنو او فعاليتونو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۴:۴۲
sadam anwari

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د وږي په (۲۰) مه د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت  د هوکړه ليکونو کمېټې دکړنو او په دندو کې د فعاليتونو د لازياتې همغږۍ  په موخه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې مسلکي مرستيال عبدالرحمن راشد په ورځينو چارو کې  په روڼتيا او د اداري فساد په مخنيوي ټينګار وکړ ويې ويل: (( ديادې طرحې په عملي کېدو او پلي کېدو کې بايد ټول موارد په پام کې ونيول شي موږ هڅه کو، چې مرستې اړمنو او مستحقو کورنيو ته ورسېږي)).

د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د يوشمېر موسسو او بنسټونو سره د لاسليک شوو هوکړه ليکونو په اړه معلومات ورکړل زياته يې کړه، چې په تېر يوه کال  کې همکارو مرستندويه بنسټونو او موسسو سره  (۵۴) هوکړه ليکونه لاسليک شوي او اته  نور هوکړه ليکونه لاسليک ته چمتو دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته