په پکتيکا او خوست کې د وروستيو اغيزمن شوو زلزله ځپلو اساسي غوښتنو ته رسيدګي کيږي.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۲:۸
-

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال د پکتیکا او خوست د وروستیو زلزلو د زیانمن شویو کورنیو په اړه داسې وويل: د زيانمنو شويو کورنيو لپاره بايد په اساسي توګه د دوی اړتیاوو ته رسيدنه وشي.

د خبرو په اوږدو کې په نړيوالې خيره موسيسې او نورو ټولو مرستنديو موسيسو غږ وکړ چې خپلې بشري مرستې مو زياتې او لا ښې کړئ!

بل لور ته یې په خبري غوڼډه کې دا وویل: چې ا.ا.ا د مرستو د چارو د تنظیم او له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره کمیسیون جوړ شو چې په دې کمیسیون کې سکتوري څانګې هم شاملې دي.

الحاج محمد ارسلا خروټي زیاته کړه چې د کمېسيون د چارو د لا ښې همغږۍ په موخه شپږ کاري کمېټې جوړې شوې، چې د ښار جوړونې وزارت په مشرۍ، د بیا رغونې او تخنیکي کمېټه، د احصايې رياست په مشرۍ د سروې کمېټه، د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ، د اکمال او لېږد کمېټه، د اقتصاد وزارت په مشرۍ د اړیکو کمېټه، د کډوالو چارو وزارت په مشرۍ د اطلاعاتو او پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت په مشرۍ د پېښو له قربانیانو سره د چلند کمېټه جوړه شوه، چې د دې ریاستونو مسوولیت پېښو ته د رسېدو چارو وزارت ته سپارل شوی دى.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته