د مهاجرینو وزارت مرستیال داسلامیک ریلیف موسسې رییس سره لیدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۸:۲۷
________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د غبرګولي په (٣) مه د اسلامیک ریلیف موسسې د رییس عمیر حسین او د انګلستان داسلامیک ریلیف رهبرۍ شورا غړي آفان چیما سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د وزارت مرستیال د یادې موسسې د مرستو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې موسسې او مرستندویه خیریه بنسټونه
د افغانستان خلکو لپاره خپلې مرستې لا ډېرې کړي.
په ورته وخت کې د اسلامیک ریلیف موسسې رییس عمیر حسین ژمنه وکړه چې د افغانستان خلکو سره به د مرستو په برخه کې همکاري کو او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته