کابل کې (700) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۰/۸/۷ - ۲۰:۳۵
______________

په کابل کې (700) اړمنو کورنيو سره د ترکيې هېواد (IHT) او (Fetih) او د جرمني هېواد (HOG) خېريه بنسټونو له لوري د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د د غو مرستو د وېش پر مهال د ترکيې سفارت مرستيال باتور بچاکر وويل: افغانستان زموږ تاريخي دوست دی او موږ د دولتي مرستو ترڅنګ غېرې دولتي مرستو ته هم ژمن يو.

هغه نړيوال افغانانو سره مرستو کولو ته وهڅول او ويې ويل، د دې هېواد ډېری وګړي د فقر لاندې ژوند کوي او اړتيا ده چې د دوی لاسنوی وشي.

د کابل مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د ترکيې هېواد له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل، فقر له تېر فاسد نظام څخه افغانانو ته په ميراث کې پاتی دی او د نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو په واسطه هڅه کوو, ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې ور ورسو.

هغه زياته کړه, په ننيو مرستو کې غوړي, وريجې, لوبيا, چای, بوره او مالګه شامل دي.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځايه شويو رئيس مولوي محمد سردار شېرزاد وويل, د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت رهبري هڅه کوي ټول داخلي بېځايه شوي کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي.

هغه د ترکيې هېواد له مرستو مننه وکړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل, چې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته