د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک په اړه له ترکي چارواکو سره د حکومت د خبرو اترو دوام

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۱:۱۷
___________

دکډوالواوراستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړترکيې ته په خپل سفرکې دترکيې دلوړپوړوچارواکو سره ددواړوهېوادونوترمېنځ دهوکړه لیک دلاسلیک پر ضرورت په اړه دغبرګولي په ١٣مه دترکیې هېواد دبهرنیو چارو وزیر یاووز سلیم کرن سره لیدنه او خبرې وکړې.

د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوږد مهاله او دوستانه اړېکو په ټینګار سره ، دواړو لورو د افغانستان په اوسني وضعیت ، ترکیې ته د افغانانو کډوالو او د کډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د چوکاټ پر اړتیا خبرې وکړې.

ترکیې ته د افغانانو روان مهاجرت او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لوی شمیر ته په اشارې سره ، کاکړ دترکيې پر حکومت غږ وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو هوکړه لیک اسانه کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت معین څرګنده کړه چې د ترکیې حکومت د افغانستان له دوست هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی ، په ځانګړي ډول د انساني قاچاق پروړاندې مبارزه او منظمې کډوالۍ تنظیمولوپه برخه کې.

په پام کې ده چې دکډوالۍ د تنظیم او مدیریت په هکله د همکارۍ یو هوکړه لیک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ترکیې ترمینځ لاسلیک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته