د ظرفيتونو پر لوړولو جدي ټينګار؛

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۴
_______________________________

د کډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير وايي، زموږ اداره د پلان پلي کولو لپاره روښانه پلان لري، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير نور الرحمن اخلاقي د بېرته راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو لپاره د المان دهمکارې ادارې سره په همغږۍ غونډه کې اعلان وکړ چې دوی د ادارې د کاري ځواک ظرفيت لوړولو لپاره روښانه پلانونه لري.

هغه  په وزارت کې د مهاجرت د مطالعاتو انستيتيوت رامنځ ته کولو هڅې وستايلي او دکارمندانو د ظرفيت لوړولو غوښتنه يې وکړه،

له بل لوري ښاغلي اخلاقي وويل  د وزارت او په ولايتونو کې د کډوالو د اداروسره دهمکارو ادارو سمه او هر اړخيزه همغږي دکار د ښه کولو اوخلکو ته د خدمت په لاره کې مهمه مسله ده.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات سرپرست او نوماند وزير ددغه وزارت او بنسټونو ترمنځ په هوکړه ليکونوکې د ستونزو يادونه وکړه او په ولايتونو کې يې دکډوالو چارو رياستونو له رئيسانو وغوښتل چې په رياستونو کې شته ستونزې او ننګونې په ګوته کړي ترڅو داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته دخدمت سبب شي.

همدارنګه هغه دمرکزي او ولايتي ادارو د کارکوونکو څخه وغوښتل چې دکمو امکاناتو څخه ښه ګټه پورته کړي او خلکو ته دنورو ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره دپخوا په پرتله لا ژمن وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته