تېره اونۍ  په ټول هېواد کې نژدې څلور زرو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۲:۴۴

په تېرې يوې اونۍ کې د سنبلې د ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې لږ ترلږه ۳۵۴۵ کورنيوسره په ۱۶ ولايتونوکې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

په دغو مرستوکې نغدي، خوراکي، روغتيايي کڅوړې، دلوبو سامان او دکور سامانونه شته او په فراه، نميروز، پکتيکا، قندار، غور، کندز، لوګر، غزني، پنجشېر،بلخ، ميدان وردګ، کاپيسا، کونړ،پکتيا او جوزجان کې د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو، بېځايه شوو او راستنېدونکو ته ووېشل شوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او يوشمېر ملي او نړيوالو بنسټونو، لکه د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې، کليو پراختيا  او کډوالۍ نړيوال سازمان په مرسته ووېشل شوې.

د ويلوده، چې يادو بېځايه شوو ښوونيزې برنامې هم د يادو ادارو له لورې برابرې شوې وې.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته