د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
-

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي او هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او اسلامي امارت د راستنېدونکو د ښه خدمت لپاره اړوندې چارې ځینو وزارتونو او ادارو ته سپارلې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرکنده کړه، چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر له مرستندویو ادارو او اهل خیر خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له راستنو شویو سره مرسته او د هغوی لاس نیوی یې وکړي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر حاضرو راستنو شویو ته د نغدي مرستې د وېش پر مهال په راتلونکې کې د نورو مرستو د چمتو کولو یادونه وکړه او د اړتیا په صورت کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته