کډوالوچارو وزير د ايران نه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د زياتوالي د څېړولو په موخه اسلام قلعه ته ولاړ

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۸
وزیر امور مهاجرین با حضور در مرز اسلام قلعه روند رو به افزایش بازگشت مهاجرین از ایران را مورد بررسی قرار داد
د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د ايران څخه د راستنېدونکو د شمېرو د لوړوالي د څېړلو په موخه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات ولايت اسلام قلعه ته ولاړ او د دوی د مديريت، ملاتړ او روغتيايي وضعيت يې د څېړنې لاندې ونيو. هغه د کب په ۲۲مه د کډوالو د ښه راغلاست مرکز د بېلابېلو برخوله معاينې او د کډوالو سره دخبرو کولو وروسته د ملي او نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل،چې د راستنېدونکو په کنټرول او ښه دمديرت په برخه کې خپلې همکاريانې لا زياتې کړي. هغه د اسلام قلعه نه د راستنېدونکو په اړه وويل، چې د راستنېدونکو بې خبري ددې سبب کېږي ګټه اخيستونکي اختراج شي او دا زموږ د اندېښنې وړ موضوع ده، موږ د امنيتي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې په دې اړه څېړنې وکړي. عالمي بلخي زياته کړه، په پولوکې يې د راستنېدونکو د مديريت او د کډوالو د ګټې اخيستنې د مخنيوي لپاره يې خبرې کړي او تمه کېږي چې دغه اداره به د اسلام قلعه نه هرات ته د راستنېدونکو لګښتونه پوره کړي او د لېږد ټيکټونه به دنوم ليکنې پرمهال د هرکلي په مرکزونوکې ووېشل شي. راستنېدونکي کډوال په خپلو خبرو کې دکډوالو چارو وزير ته وويل، چې دکرونا ويروس د ويري يې په خپله خوښه ايران پرېښی او هېواد ته راستون شوی. په ورته وخت کې د هرات ولايت دکډوالو چارو رئيس وويل، د کرونا ويروس دخپرېدو وروسته د کډوالو د جبري ويستلو پروسه ورو شوې او د راستنېدونکو شمېرې مخ په ډېرېدو دي دهغه په خبره د کب په ۲۱مه ۷۷۰۰ تنه له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي په منځ کې يې هېڅ کډوالو په جبري توګه نه دی ويستل شوی همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د راستنېدونکو د د زياتوالي وروسته يې په پوله کې د کارکوونکو شمېرې ډېر کړی او د روغتيا وزارت ۱۴ تنه کارکوونکي يې په پوله کې ګومارلي او د ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او مرستندويه ادارو د غوره مديريت خبر ورکړی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ددې وزارت سرحدي چارواکوته لارښوونه وکړه،چې راستنېدونکي دمرستو د ترلاسه کولو په موخه دکډوالۍ نړيوال سازمان ته ور وپېژني او دغه ادارې د وزارت سره هوکړه وکړه چې روزانه به سل مستحق راستنېدونکي کډوال د پوښښ لاندې نيسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته