کابل کې (500) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې1400کال, ليندۍ،(٢) مه, کابل; افغانستان

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۶:۴۷
...

 

 

په کابل کې (500) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دغې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د مرستو د وېش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او په راتلونکي کې هم دغه ډول مرستو ته ژمن دي.

هغه په نړيوالو يو ځل بيا غږ وکړ, چې د افغانانو کنګل شوي شتمنې ازاده کړي او د افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې اوړه, غوړي, وريجې, بوره, لوبيا او چای شامل دي چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدی يوه مياشت بسنه کوي.

دغه راز د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: نور موسسات او خېريه بنسټونه دې ددې موسسې په څېر د اړمنو کورنيو سره خپلې مرستې زياتي کړي.

هغه فقر د تېر د فاسد نظام ميراث وبله او ژمنه يې وکړه چې د لوي الله (ج) په مرسته به يې پای ته رسوي.

د نوموړي په وينا, د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې ټول بېځايه شوي کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي او اړمنو هېوادوالو ته پر وخت مرستې ور ورسوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته