کابل کې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۱/۱/۱۲ - ۲۰:۳۱
++++++++++++++
د پاکستان د الخدمت خیره بنسټ له لورې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٤٠٠) بې سرپرسته میرمنو، اړمنو بېځایه شوو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادو کورنیو هرې کورنۍ ته د وري په (١٢) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د یاد بنسټ د استازو په شتون کې یو اندازه وړه، غوړي، وریجې، لوبیا، دالنخود او سریلاک ووېشل شول.
د دغه مرستو د وېش پرمهال الحاج خلیل الرحمن حقاني د الخدمت فونډېشن څخه مننه وکړه، د مرستو د وېش په روڼتیايې ټینګار وکړ ویې ویل: اوس وخت را رسېدلی چې دنړۍ هېوادونه د افغانستان د خلکو سره مرستې او همکاري وکړي او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یو مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي، چې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ بې سرپرسته، اړمنو او مستحقو کورنیو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته