کابل: د مهاجرینو چارو وزات مرستیال په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان له سفیر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۲۰:۲۳
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره د وزارت په مقر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په پاکستان او ایران کې د مهاجرینو پروضیعت، د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب په څرنګوالي خبرې وشوې
ښاغلي فاني په خپلو خبرو کې د مهاجرینو د ستونزو، او راستنېدونکو لپاره د وزارت د چمتو شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي ټینګار وکړ چې د دوامدارو حللارو لپاره سیمه ییزې همکارۍ اړینې دي
په اماراتو کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ، چې د مهاجرینو د وضیعت ښه کولو او د نړیوالو مرستندویه ادارو د ملاتړ جلبولو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې لا ګړندۍ کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته