په ترکيې کې د افغانستان سفير سره د همکاريو دهوکړه ليک په اړه د کډوالو وزارت د پناه غوښتونکو دمرستيال خبرې

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۴۹
____________
 
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د يوپلاوي په مشرۍ ترکيې هېواد ته رسمي سفر وکړ چې له ترکيې ه سره دهمکاريو دهوکړه ليکونو دتړون په اړه خبرې وکړي او په ترکيې کې په کمپونوکې د افغان کډوالو وضعيت له نږدې وڅېړي همداراز دکار په لومړۍ ورځ يې د دوشنبه د غبرګولي ۱۰مه ترکيې کې د افغانستان سفير، امیر محمد رامین سره ليدنه وکړه.
لومړی ښاغلي کاکړ په ترکيه کې دافغان کډوالو لوړې شمېر ته په اشارې سره وويل: چې د غير قانوني کډوالۍ دمخنيوي او دکډوالۍ دمنظمولو لپاره به د افغانستان او ترکيې ترمنځ د هوکړه ليک لاسليکول مهم دي.
کاکړ خلکو او کډوالو ته د افغان حکومت ژمنتيا او مسؤليت ته په اشارې سره وويل: "افغان دولت هڅه کوي خلکو ته د ناقانونه کډوالۍ منفي اغېزو په هکله خبرې وکړي، خو زموږ ځينې هېوادوال لا هم دا ډول کډوالي غوره کوي. په هر حال دکډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره يو چوکاټ کولی شي د غير منظمې او غير قانوني کډوالۍ کچه راټيټه کړي."
په ورته وخت کې په ترکيې کې د افغانستان سفير ددې پرېکړې هرکلی وکړ او له ترکيې سره يې د همکاريو دهوکړه ليک لاسليک د غير قانوني کډوالۍ دکنټرول لپاره ښه لاره وبلله. دکډوالو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيال ددې ناستې مخکې په افغانستان کې د ترکيې سفير د مرستيال سره په دې هېواد کې د افغان کډوالو د وضعيت او افغانستان ته دهغوی د راستنېدو د پروسې په اړه خبرې کړې وې.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته