پاکستان له افغانستان سره شپاړس لارۍ خوراکۍ او د ژمي توکو مرسته وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۶:۱۰
___________

دغه مرستې پرون ماښام په کابل کې د پاکستان سفير ښاغلي منصور احمد خان د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير الحاج خلیل الرحمن حقاني ته وسپارلې.

ښاغلي حقاني د پاکستان او ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه، چې په دې حساسو شېبو کې يې له افغانانو سره مرسته وکړه.

د کډوالو وزیر زياته کړه، چې امريکا او نړيوالې ټولنې شل کاله له فساد، وحشت او ګډوډيو ډک حکومت سره مرستې وکړې او اوس، چې په ټول هېواد کې سر تا سري امنيت او ثبات قايم دی، نړيواله ټولنه بايد په دغو حساسو او ترينګلو شېبو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د پاکستان سفير ښاغلي منصور احمد خان هم د کډوالو او راستنېدونکو وزير سره ګډې خبری غونډې ته وويل، چې پاکستان د افغانانو مسلمان د شريک مذهب او ګډ کلتور ګاونډی هېواد دی او هيڅکله به افغانان يوازې پرې نږدي.

ښاغلي احمد خان زياته کړه، چې د پاکستان حکومت سربېره نورې خیريه ټولنې به هم په دې حساس وضعيت کې د افغانانو مرستې او لاسنیوی کوي.

د پاکستان سفير وويل، چې د بشري مرستو سربېره له افغانانو سره هر ډول همکاريو ته دوام ورکوي.

منصور احمد خان د تورخم او وېش سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو تړل شوو دروازو د ژر پرانيستو ډاډ هم ورکړ او زياته يې کړه، چې په لنډ وخت کې به ټولې دروازې د اسناد لرونکو افغانانو پر مخ پرانيستل شي او کوم مريضان، چې اسناد نه لري، د اړتيا له مخې به هغوی ته هم پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کيږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته