مرکزي او ولایتي رئیسانو ته د درې ورځیني روزنیز ورکشاپ دويمه ورځ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۲۰:۵
sadam anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ ددغه وزارت مرکزي او ولايتي واحدونو لپاره د درې ورځني روزنیز ورکشاپ دويمه ورځ وه.
په پيل کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې (UNHCR) نماينده ښاغلي راندهير ددغه اداري په فعالیتونو او لاسته راوړنو خبرې وکړې نوموړي وویل: سږکال دوى د افغانستان لپاره ٤ میلیارده ډالر غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز د مهاجرینو، بېرته راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شوو ته د لومړنيو او بنسټيزو اسانتياوو او کاري فرصتونو په برخه کې د مرستو ژمنه هم وکړه، او يادونه يې وکړه چې موږ په ګډه همغږۍ د ياد وزارت سره لا زياتو مرستو ته دوام ورکوو.
وروسته له دې د ولايتو ريسانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې او د لا ښه پرمختګ لپاره يې په کلکه همغږۍ تاکيد وکړ.
په اخر کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال له ټولو مننه وکړه، په ځانګړې توګه د يونيسيار له استازو او نورو نړيوالو موسيسو څخه، او دا رنګ ورکشاپونه يې د وزارت د تقويت او همغږۍ لپاره يو ښه بيلګه وګڼله.
په پاى کې ورکشاپ د دعا په ويلو پاى ته ورسيد.
مرکزي او ولایتي رئیسانو ته د درې ورځیني روزنیز ورکشاپ دويمه ورځ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته