مدرسه او پوهنتون دواړه یو او د یوې موخې لپاره دي

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۲۳:۱۹
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۴۰۰ زره کتابونو د ویش پرانست غونډه کې د خپلې وینا پرمهال وویل: د علم مراکز که مدرسه ده او که پوهنتون دی ټول یو او د یوې موخې، ددین او هیواد خدمت لپاره دي
ښاغلي حقاني زیاته کړه، د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده
نوموړي ټینګار وکړ، چې د عصري علومو ترڅنګ باید په ایمان او عقیده باندې زیات تمرکز وشي، ترڅو داسې نسل وروزل شي، چې دین او هیواد دواړو ته ژمن وي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته