محمد ارسلاح خروټي د "یدي باسک" موسسې له مشر سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۱ - ۲۳:۲۷
_____________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ترکیې هیواد د بشر دوستانه مرستو ټولنې "یدي باسک" له مشر ښاغلي مصطفی بلوت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د یادې موسسې مشر په افغانستان کې د خپلو مرستو په اړه مرستیال صیب ته معلومات ورکړل، نوموړي وویل: د اسلامي امارت له راتلو مخکې د ط.البانو پرضد پروپاګنډ ډېر و، خو کله، چې مونږ له نږدې ولیدل حالات بل ډول و
ښاغلي خروټي دوی ته د هرکلي ترڅنګ له افغانانو سره ددوی له مرستو مننه وکړه او وویل؛ په تاریخي لحاظ افغانان او ترکان ډېر مشترکات لري او اوسمهال افغانستان د پانګونې او سرمایه ګذارۍ لپاره ښه مناسب او چمتو دی نوموړي په مرستو کې د شفافیت سپارښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې دوی هرډول همکارۍ ته تیار دي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته