له موسسو سره د هوکړې له مخې به په ميدان وردګو ولايت کې د سېلاب مصدومين سره نورې مرستې هم وشي

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۴:۵۷
-

    دغه خبره د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رياست خبريال ته په يوې مرکې کې وکړه.
     ښاغلی خروټي، چې تېره ورځ يې د يو پلاوي په مشرۍ د جلريز ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سيمه څخه ليدنه وکړه وويل، چې د زيانونو کچه لوړه ده او په زياترو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو او ويجاړ شوي کورونو دخټو اوخاورو د راټولېدو  له امله، .مواصلاتي لارې بندي شوي دي
هغه زياته کړه، د ژغورنې ډله  سره له دی چی د روغنياتو له کمښت سره مخ ده، خو په خپلو ماشينريو په واسطه فعاليت کوي او د مهاجرينو چارو وزارت د دوی د ستونزو د حل په موخه نن ۵ زره لېتره تېل د جلريز ولسوالۍ ته لېږلي او هڅې روانې دي، چې له مرستندويه ادارو سره په همغږۍ لازمې مرستې برابرې او مصدومينو ته يې ورسوي.
د ويلو ده، چې د تېرې يکشنبې شپې سېلابونو د ميدان وردګو ولايت په جلريز، چک، سيدآباد، جغتو، دايميرداد، جلګې ولسوالۍ او مرکز شاوخوا سيمو کې ۲۵ تنه شهيدان شوي، ۴۰ تنه لادرکه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سېلابونو تر ټولو زيات تلفات د ټکانه، تيشه، رويان درې، زيارت درې، جای غني او د جلريز په لالي قلعه کې اړولي دي.
په يادو سيمو کې د مرګ ژوبلې سربېره ۳۰ کورونه بشپړخراب شوي، ۸۰ په جزوي توګه ويجاړ شوي او دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زيات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته