د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
_

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د حکومت لخوا د وړاندې کېدونکو خدمتونو په هکله خبرې وشوې.
د ناستې محترمو ګډونوالو روان کال د اسلامي امارت شوي کارونه مثبت یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د ګڼو نیمګړتیاوو سربېره حکومت توانېدلی چې له پلان سره سم خپلې موخې ترلاسه کړي.
مولوي عبدالسلام حقاني یادونه وکړه، چې د احصائې او معلوماتو ملي اداره مراجعینو ته د غوره خدمتونو په موخه د ورځې تر ناوخته کار کوي او څرګنده یې کړه، چې د احصائې ملي اداره د لاپرمختګ په حال کې ده.
دغه راز  د ترانسپورت وزارت معین مولوي فیض الله جمال او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معین مولوي عبدالحکیم حقاني هم په امارتي ادارو کې د لاسته راوړنو یادونه وکړه او د خپلو خبرو پر دوام یې د کډوالو ځينې اړوند موضوعات له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت حاضرو چارواکو ته ښه راغلاست وویل او د امارتي ادارو د پرمختګ له امله یې د مسوولینو او چارواکو د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د راستنو شوو او په بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په لویه کچه د کډوالو ستونزو حل ته تابیا نیولې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته