د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۱۱
-

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ښاغلي ریچارد لیندسي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې کابل او اسلام آباد د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي.
نوموړي له اړمنو سره د اسلامي امارت مرستې او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه د حکومت بریا وبلله او یادونه یې وکړه، چې بریټانیا د افغانستان په ختېځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه څلور میلیونه پونډ ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا زیانمنو ته رسول کېږي.
ښاغلي ریچارد لیندسي افغانستان ته د کډوالو راتګ او طبیعي پيښې، بشري مرستو ته د اړتیا د لوړیدو سبب یاد کړ او وې ویل، چې لندن به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د انګلیستان ځانګړي استازي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د لندن د بشري مرستو له امله مننه وکړه.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو او اړمنو د لاس نیوي په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت له راستنېدونکو سره د لنډ مهاله مرستو سربېره هغوی ته د دایمي سرپنا په موخه ګڼ ښارګوټي په نظر کې نیولي چې دا مهال پر ځينو یې کار روان دی.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالۍ د دایمي حل او د راستنو شوو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ښارګوټي مهم وبلل او د ښارګوټو په رغولو کې یې د بریټانیا په ګډون د نورو مرستندویه هېوادونو مرستې مهمې وبللې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته