د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د نورستان له والي محترم قاري زین العابدین عابد او د خوست د پوهنې له رئیس مولوي فیض الله جمال سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۲۰:۷
_

په پیل کې د نورستان والي ښاغلي زین العابدین عابد په یاد ولایت کې د کډوالو د وضعیت او د هغوی د وړاندیزونو په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې مهاجرینو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه له اړوندو حکومتي او مرستندویه اداره سره همغږي رامنځته شوې ده.
ښاغلي عابد، د نورستان د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر د هڅو په یادولو سره وویل، چې علمای کرام او ولسونه د اسلامي امارت لخوا د هغوی د ستونزو د حل له امله خوښ دي.
دغه راز مولوي فیض الله جمال په خوست ولایت کې مهاجرینو ته د زده کړو د چمتو کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او په وینا یې، چې د کډوالو لپاره په ښوونځيو او مدارسو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده. هغه وویل، له نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې دي څو کډوالو ته د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، اسلامي نظام او ولس ته د خدمت په برخه کې د امارتي چارواکو او مسوولینو د هڅو په ستایلو سره وویل، چې افغانانو د څو لسیزو جګړو او یرغلونو له امله ګڼې ناخوالې لیدلې دي او اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي.
د محترم وزیر په وینا، چې افغان کډوالو ته اسانتیاوې چمتو کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د مهاجرینو پر وړاندیزونو او غوښتنو به غور وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته