د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۲۱:۳۳
_
په دې ناسته کې ښاغلي سفیر د چین او افغانستان د تېرو څو لسیزو سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې بیجنګ چمتو دی له اسلامي امارت سره د افغانستان د اقتصادي ودې او د پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي شینګ زیاته کړه، چې د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د آبادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي.
د ناستې پر دوام ژاو شینګ په افغانستان کې اقتصادي وده او فرصتونه د پام وړ وبلل او په وینا یې چین به له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو پر رسونې اغېز کړی دی.
هغه په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد د مرستو ستاینه وکړه او په وینا یې چې اسلامي امارت د افغان کډوالو لپاره د استوګنیزو ښار ګوټو د رغولو پلان تر لاس لاندې لري او په دې برخه کې یې د مرستندویو بنسټونو د همکارۍ د اړتیا یادونه وکړه.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته