د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، محترم مولوي عبدالکبیر، د ملي راډیو تلویزیون له رئیس یوسف احمدي، د ننګرهار د سیندیزې حوزې له رئیس فضل احد پاچا او د کډوالو له استازو سره وکتل.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۲۰:۸
_
په دې ناسته کې د ملي راډیو تلویزیون رئیس ښاغلي یوسف احمدي وویل، چې ملي راډیو تلویزیون د رسنیزو هڅو له لارې د کډوالو د مثبت ذهنیت جوړونې، د هغوی د حقونو د بیان او د ټولنې د همغږۍ لپاره پراخ پروګرامونه لري. نوموړي زیاته کړه موږ چمتو یوو چې د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړو، د راستنېدونکو کډوالو ستونزې او لاسته راوړنې خلکو ته وړاندې کړو او د دوی د ادغام په برخه کې رسنیز ملاتړ وکړو.
همدا راز د ننګرهار د سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي فضل احد پاچا په خپلو خبرو کې وویل، چې د ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو د منلو لپاره ځانګړی تدابیر نیول شوي دي. هغه زیاته کړه څو راستنېدونکي کډوال په آرامه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
په دې ناسته کې د کډوالو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل. دوی د سرپناه او نورو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
په ناسته کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي امارت د دوامداره هڅو په نتیجه کې د راستنېدونکو کډوالو کچه د تېر په پرتله را ښکته شوې ده. نوموړي د امارتي ادارو، مرسته کوونکو بنسټونو او افغان ولسونو څخه مننه وکړه، چې د راستنېدونکو کډوالو هرکلی او خدمت یې په پوره ایماندارۍ او ژمنتیا سره ترسره کړی ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ژمن دی، څو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، هغوی ته د عزمند ژوند برابرولو او دوامداره پرمختګونو لپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته