د کندهارولایت دکډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست، په سپین بولدک ولسوالۍ کې ، 44 بیرته راستنیدونکو کورنیو سره نغدې مرسته وکړه.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۸:۵۲
3

دغه نغدې مرسته د WFP اداري له خوا برابره شوې و چې د HAPA موسسي په همکارۍ د سکوپ برنامي له لارې دثورمیاشتی په28 نیته د سپین بولدک ولسوالۍ په مقام کې دغو کورنیو ته ورکړل شوې.

دغه شمیر کورنۍ فاقد مدرک واو د تیرو 4 میاشتو په ترڅ کې د سپین بولدک سرحد له لاري کندهار ته راغلي، دغه ډول کورنیو سره د معمول په څیر د WFP همکاره اداره 18زره افغانۍ نغدې مرسته کوې، چې په لمړې قسط کې ورته تیره میاشت 6 زره ورکول شوې وې او په دی مرحله کی هری کورنۍ ته د دویم قسط پیسي چې 12زره افغانۍ کیږي دکډوالو چارو ریاست د استازې په حضور کې وویشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته